د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي په پنځمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه ترسره شوه، چې پکې د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي پر طرحه بحث شوی دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي اهمیت له مخې په پرنسیپ کې تایید شوې او د تخنیکي مطالعاتو لپاره د اقتصادي معاونیت په مشرۍ یوه کمېټه ټاکل شوې ده.
یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د پروژې اړوند تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي اړخونه وڅېړي او خپل تفصیلي راپور په درېیو میاشتو کې له اړوند مقام سره شریک کړي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، خصوصي سکتور د دې ښارګوټي د جوړولو لپاره د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.
ټاکل شوې، دا پروژه په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې پلي شي، چې ورسره به لسګونو زرو کسانو ته د استوګنې اسانتیاوې برابرې او زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي.

