د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي په تورخم سیمه کې د جوړو شوو کمپونو لپاره د روغتیايي خدمتونو څخه ارزونه کړې او روغتیايي کارکوونکو ته یې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د معیاري او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې کړي.
د عامې روغتیا وزارت روغتیايي کارکوونکي ۲۴ ساعته په تورخم سیمه کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او د اړتیا پر مهال د مجهزو امبولانسونو پر وسیله ناروغان نېږدې روغتونونو او د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول کېږي.
د تورخم سیمې په جوړو شوو کمپونو کې د مرکز ترڅنګ د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان عامې روغتیا ریاستونو او د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکو موسسو روغتیايي کارکوونکي شتون لري او پرته له کوم ځنډ په خپلو خدمتونو بوخت دي.