ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اداري کمېسیون غونډه وکړه

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه تر سره شوه.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت او د احصائیې او معلوماتو عمومي ادارې اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د شمېر نورو موضوعاتو د ارزونې په اړه اړوندو کمېټو ته دندې سپارل شوي؛ تر څو پایلې یې راتلونکو غونډو کې شريکې کړي.