د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، د مرکزي زون ولایتونو د مسوولینو د همغږۍ ګډه غونډه، د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخندزاده حفظهالله د احکامو او فرامینو د ښه، موثر او منظم تطبیق په موخه رابلل شوې وه.
د یاد رسنیز دفتر په وینا، په دې غونډه کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د احکامو او فرامینو د تطبیق، د نشهيي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي، د ښاري نظم د تامین، د امنیتي وضعیت د ارزونې، د ترافیکي پېښو د کمښت لپاره د جدي اقداماتو او په یو شمېر نورو موضوعاتو بحث شوی دی.

