د اسلامي امارت رییسالوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند او یو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو د نېکمرغه لوی اختر لمونځ، نن سهار په ارګ جامع جومات کې ادا کړ.
د لمانځه په مراسمو کې چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع، د اسلامي امارت وزیرانو، یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو او زیات شمېر خلکو هم حضور درلود، ګډون کوونکو د لمانځه له ادا کولو وروسته له یو بل سره د اختر مبارکي وکړه.
د لمانځه له ادا کولو مخکې شیخ محمدفقیر محمدي د دین د حفاظت په برخه کې د مسلمانانو کوښښونو، زحمتونو او قربانیو ته په اشارې وویل، موږ باید په دین قرباني ورکړو، په خپلو عباداتو او صدقاتو کې اخلاص وکړو او دا ولس خوشاله کړو.
نوموړي زیاته کړه، دا نظام چې د مجاهدینو، علماوو، عامو مسلمانانو او حافظانو په ډېرو تکلیفونو او قربانیو راغلی، الله تعالی دې موږ او تاسو ته توفیق راکړي چې په تقوا، اخلاص او ایمانداري یې حفاظت وکړو. دا نظام دې قایم او دایم وي.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست.
په دې پیغام کې ټولو هیوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د مبارکي ویلو ترڅنګ د الله تعالی دربار ته دعا شوې چې د مسلمانانو په ځانګړي ډول بیت الله شریف ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه د تللیو حاجیانود اختر قربانۍ، لمونځونه، دعاګانې، صدقې او نېک اعمال قبول کړي.
د اسلامي امارت رییسالوزرا د حج فریضې او د اختر مبارکو ورځو ته په اشارې په خپل پیغام کې زیاته کړې، دا ورځې موږ ته دا پیغام لري چې مسلمانان لکه څنګه چې په واحد ذات ( الله تعالی) باندې ایمان لري، د یوه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امتیان دي او د یوه کتاب ( قران کریم) منونکي دي. نو باید چې د ژوند په ټولو برخو کې د اتحاد او اتفاق اصل په نظر کې ولري.
همدارنګه په پیغام کې راغلي، نن سبا د مسلمانانو د ډېرو ستونزو او ناخوالو عامل بې اتفاقي او ځانځاني ده. نو په کار ده چې ټول مسلمانان د کور او کلي له ژونده نیولې بیا د هيواد او ټولې نړۍ په کچه د اتحاد، اتفاق او همکاري اصل په نظر کي ولري او له ځانځانۍ، نفرت او حسد څخه ځانونه وساتي.
الحاج ملا محمد حسن اخند په خپل پیغام کې دېته په اشارې چې د قرباني وجیبه باید په موږ کې د ایثار او ځان ځارولو احساس ژوندی وساتي، زیاته کړې، هر مسلمان باید الهي احکام له خپل ځان، اولاد، مال او شخصي خواهشاتو لوړ وبولي او کله چې په دین قرباني ته اړتیا وي، باید په پوره اخلاص د قرباني میدان ته حاضر شي.
الحاج ملا محمد حسن آخند په دې پیغام کې مسئولینو ته د ورسپارل شویو چارو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې کړي او ویلي، عامو خلکو ته د اسلامي امارت د اخلاص، مهربانۍ او خواخوږۍ پیغام ورسوئ او دا ورته ووایاست چې موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې ستاسو د دنیوي او اخروي خیر او فلاح لپاره کار وکړو. لکه څنګه چې لله الحمد په هیواد کې شرعي احکام نافذ شوي، امنیت راغلی او د هیواد د آبادۍ کارونه روان دي، نور هم کوښښ کوو چې ستاسو د هوساينې لپاره لازم خدمتونه سرته ورسوو.
رییسالوزرا د خپل پیغام په پای کې د اسلامي امارت له مسئولینو وغوښتل چې په اړوندو ساحو کې د شهیدانو د کورنیو، معیوبینو او یتیمانو پوښتنه وکړئ. د خلکو مشورې، شکایتونه او ستونزې واورئ.
همدارنګه یې د اسلامي امارت مجاهدینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په ورځو کې خپلو دندو ته پام وکړي او له هیوادوالو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه له راستنو شویو هیوادوالو، زلزلې او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی په دې مبارکو ورځو کې د محرومیت احساس ونه کړي.
د مراسمو په پای کې شیخ محمد فقیر محمدي دعا وکړه چې الله تعالی دې د مسلمانانو قربانۍ قبولې کړي، خدای تعالی دې دوی په اتفاق او اتحاد لري. افغانستان دې په خپل حفاظت کې وساتي او د شهیدانو ارواوې دې د احد او بدر د شهیدانو له ارواوو سره یوځای شي.
همدارنګه یې دعا وکړه چې الله تعالی دې د امیرالمؤمنین مرحوم ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله او د امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله په قبرونو انوار ووروي.

