ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هالنډ هېواد ته د خپل سفر په اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړل

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال هالنډ هېواد ته د خپل وروستي سفر جزییات له رسنیو سره شریک کړل.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر په دې خبري کنفرانس کې ویلي، چې د هالنډ په دنهاګ ښار کې د سیمه‌ییزو تولیداتو دویم نړیوال کنفرانس ته په رسمي ډول دعوت شوی وم او هلته مې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.

ښاغلي عمر زیاته کړې، چې دغه کنفرانس د طبي تجهیزاتو، درملو، واکسینونو او خوندي خوړو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په دې برخه کې د موجودو نړیوالو قوانینو او ستراتېژیو د پوهاوي په اړه جوړ شوی وو.

د نوموړي په وینا؛ یاد کنفرانس کې یې د افغانستان وضعیت په ښه ډول تشریح او نړیوال یې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خبر کړي، د طبي تجهیزاتو او درملو تولید د پرمختللو هېوادونو له تجربو څخه یې ښه ګټه پورته کړې ده.

دغه راز ښاغلي عمر ویلي، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د درملو او طبي تجهیزاتو د سترو او نړیوالو کمپنیو له استازو سره کتلي او له هغوی یې غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

ښاغلي عمر زیاته کړې، چې د درملو او طبي وسایلو د کمپینو ډېری استازو په افغانستان کې د پانګونې لپاره، لېوالتیا ښودلې ده.

د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست په وینا؛ هالند، المان او بلجیم هېوادونو کې یې له مېشتو افغانانو او افغاني کادرونو سره هم لیدنې کړې او هغوی ته یې افغانستان کې د خدمت کولو بلنه ورکړې ده.