ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورستان کې د راستنېدونکو کډوالو په ملاتړ ولسي غونډه شوې

یاده غونډه د اطلاعاتو اوکلتور رياست له لوري د سرحدونو او قبايلو چارو ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، چې پکې د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني سربیره د علماوو شورا رییس مولوي محمد نور حنفي، د اطلاعاتو اوکلتور رییس مولوي سميع الحق حق بیان، علمای کرامو، مرکز او ولسواليو قومي مشرانو او ولسي خلکو ګډون کړي و.

مولوي محمدنور ویلي، د خپلو کډوالو وروڼو سره د توان سره سم د هر ډول همکارۍ نه به دریغ و نه کړو.

د نورستان والي شیخ شیراحمد حقاني د پاکستان هېواد دغه پریکړه ظالمانه بللې، چې افغان کډوال یې د یاد هېواد له لوري په زور او جبر سره راوشړل، او د کډوالو بشري حقوق او نړیوال اصول یې تر پښو لاندې کړل.

نوموړي ویلي، اسلامي امارت د کډوالو لپاره لنډ مهاله پنډغالي، تراسپوړټ، درملنې، پوهنې او سرپناه په برخه کې ورته لازم او اړينې اسانتیاوې برابري کړي.

ښاغلي حقاني د خلکو څخه غوښتنه کړې؛ چې د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې دې د خپلو راستنیدونکو کډوالو سره د خوراک، څښاک، سرپناه او نورو برخو کې همکاري وکړي، او د کډوالو لپاره د مرستو راټولولو په موخه د صندوق ایښودلو یادونه هم کړې.

ګډون والو مخورو د افغان کډوالو په اړه د پاکستان هېواد دغه ظالمانه پریکړه په سختو ټکو غندلې.

نوموړو ویلي، نورستان ولسونه راستنیدونکو کډوالو ته د زړه له کومې او د سترګو په لیمو هرکلي کوي او په یاده برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه ورسره کوي.