ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر محمد نعیم د قطر هېواد د ځوانانو او سپورټ له وزیر سره لیدنه کړې

دوحه کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعيم د قطر هېواد د ځوانانو او سپورټ وزارت له وزير صلاح بن غانم العلي سره لیدنه کړې.

په ناسته کې د سپورټ اړوند موضوعاتو په اړه بحث شوی، دواړو لوريو د سپورټ په اهميت ټينګار کړی او ویلي يي دي؛ چې سپورټ د ولسونو او هېوادونو تر منځ د نږديکت يوه ښه او مهمه وسيله ده.

 سرپرست سفير له یاد وزير او له قطر هېواد څخه مننه کړې؛ چې د سپورټ په برخه کې يې هم له افغانانو سره مرستې کړې دي او په راتلونکې کې یې ددغو مرستو د دوام او پراخوالي غوښتنه کړې.

صلاح بن غانم العلي په دې برخه کې د خپلو هڅو ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي؛ زموږ وزارت کوښښ کوي، چې له افغانستان سره د سپورټ په مختلفو برخو کې همکاري او ګډه همغږي ولري.