ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټسال؛ افغان ملي لوبډلې عراق ته ماته ورکړه

د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالیو په پلی‌اف پړاو کې افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عراق لوبډلې ته ۵ ـ ۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او یو قدم نوره هم د فوټسال نړیوال جام ته نږدې شوه.
د دې سیالیو پلی‌اف پړاو ته د افغانستان په ګډون عراق، ویتنام او قرغیزستان لوبډلو لارموندلې وه، چې افغانستان خپل سیال عراق ته ماتې ورکړه او ویتنام به د قرغیزستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغان لوبډله به د ویتنام او قرغیزستان لوبډلو ترمنځ د سیالۍ ګټونکې لوبډلې سره راتلونکې یکشنبه ( د غویي ۹مه ) سیالي ترسره کړي، چې د بریا په صورت کې به د فوټسال نړیوال جام لوبو ته لار پیدا کړي.