ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: اسلامي امارت د کارګرو د حقونو ورکړې او ساتنې ته ژمن دی

د کار او کارګرو، کاري خوندیتوب او کارګرو روغتیا نړیوالې ورځې په تړاو درې اړخیزه ناسته وشوه.

دغه ناسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کار نړیوال سازمان او خصوصي سکتور په همکارۍ جوړه شوې وه، چې د کارګرو پر حقونو، خوندیتوب، روغتیایي وضعیت ته پاملرنې، ملاتړ، لاسنیوي، کاري فرصتونو او د حل پر لارو چارو خبرې پکې وشوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي زاهدالله جان اغا یادې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د کارګرو د حقونو ورکړې او ساتنې ته ژمن دی.

ورته مهال افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مسولین وایي، چې له دې کنفرانس څخه یې موخه افغانستان کې له کارګرو څخه په بېلابېلو برخو کې ملاتړ کول دي.

افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رییس دوکتور رامین بهزاد ویلي: “موخه مو دا ده چې د کارګرانو خوندیتوب، وظایف او بېلابېلې برخې په پام کې ونیسو. موږ د کار او ټولنیزو جارو وزارت له هڅو او لاسته راوړنو هرکلی کوو. کارګران باید خوندیتوب ولري او ټولي ادارې په ځانګړي ډول نړیواله ټولنه باید دغه ټکي ته پام وکړي.”

بلخوا افغانستان کې د کارګرو ټولنې مسولین ویلي، چې کارګرانو په هر ډول شرایطو کې د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخیستې او د یاد کنفرانس له مسولینو څخه یې د کاري فرصتونو، د ماشومانو د سختو کارونو مخنیوی او ټولنیز عدالت غوښته کړې ده.

دا ورځ داسې مهال کابل کې نمانځل شوې، چې هېواد کې شاوخوا ۶ زره صنعتي کارخونې فعالیت لري او ۱.۲ میلیونه هېوادوال پکې په دندو بوخت دي، چې ۳۵ زره یې مېرمني دي.