ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حماس غورځنګ سیاسي مشر: که د پخوانیو پولو پر بنسټ خپلواک فلسطیني حکومت رامنځته شي، نو غورځنګ به یې خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي

د حماس غورځنګ یو مهم سیاسي مشر خلیل الحیا له اسوشیتد پرس سره خبرو کې ویلي؛ چې صهیونست پوځونه په غزه کې د حماس غورځنګ او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې په بشپړه توګه پاتې راغلي او تر اوسه نه دي توانېدلي، چې اقلاً د دغه غورځنګ شل سلنه تاسیسات او نظامیان له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، چې حماس غورځنګ په لویدیځه غاړه او غزه کې د یو بشپړ خپلواک فلسطیني حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکی دی او دغه چاره د خبرو له لاره ترسره کېدلی شي.

خلیل الحیا دغه راز ویلي؛ دوی تیار دي له اسرائیلو سره یو پینځه کلن اوربند ته غاړه کیږدي او که د ۱۹۶۷ زیږدیز کال څخه د مخکې په څېر د پخوانیو پولو پر اساس خپلواک فلسطیني حکومت رامنځته شي، نو دغه غورځنګ تیار دی، خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي.