ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار؛ سپین بولدک ولسوالي کې د بېړنیو پېښو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې د بېړنیو پېښو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد روغتون د عامې روغتیا د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دين محمد حنیف او ځایي چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال ویلي، چې معیاري روغتیايي خدمتونو ته د هېوادوالو لاسرسي، د هېواد په سپینو ساحاتو او ولسوالیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړولو، د روغتونونو ارتقا او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو په عملي ډول کار روان دی.

نوموړي زیاته کړې؛ کندهار ولایت ١٩ ولسوالۍ لري، چې یوازې د یوې ولسوالۍ په کچه (DH) یو روغتون لري او پاتې ۱۸ ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتون نشته.

دغه‌راز د ټول هېواد په ۹۰ ولسوالیو کې د یوې ولسوالۍ په کچه (DH) روغتونونه شتون لري او پاتې نورو ولسوالیو کې هېڅ د ولسوالۍ په کچه روغتون نشته.

ښاغلي عباد ډاډ ورکړی، چې عامې روغتیا وزارت به د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه جوړ کړي.

د ډاکټر قلند عباد په وینا؛ عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې له ٣٠٠ زیات روغتونونه جوړ کړي، چې دا لړۍ لا هم دوام لري.

نوموړي همداراز د هېواد په نورو نېږدې او لېرې پرتو سیمو کې په روغتیايي برخو کې د پرمختګ او ځان بسیاینې په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د عامې روغتيا وزارت تېره ورځ په باميان ولایت کې ٢٣ روغتیايي ځالې/مرکزونه پرانیستل او همدارنګه په فراه ولایت کې ٧ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول.

د دې تر څنګ به ډېر ژر په سپين‌بولدک کې د ولسوالۍ په کچه (DH) روغتون جوړ کړو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا بودیجه هم ورته منظوره شوي ده.

ښاغلي وزیر د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول له خپلو لومړیتوبونو ګڼلي او ویلي یې دي، چې موږ له ٣٠٠ زیات روغتیاپالان بهرنيو هېوادونو ته د تخصصي برنامو لپاره لېږلي دي، تر څو هېواد ته د خدمت جوګه و ګرځي.

ښاغلي وزیر په وروستۍ برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره د لیدنې اړوند ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره مو لیدنه وکړه، ټولو وزیرانو ته يې همدا سپارښتنه وکړه، چې د خپل ولس خدمت وکړئ، همدا د خدمت وخت دی.

د یادونې وړ ده، چې د بېړنیو پېښو د درملنې یاد روغتون د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ جوړ شوی، چې بېړنیو خدمتونو د خلکو د لاسرسي ښه کول، بېړنیو ناروغانو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او د چمن له فرضي کرښې څخه تېرېدونکو مسافرو ته به د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه چمتو کوي.