ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سنوکر ملي لوبغاړي له یوه بریالي سفر وروسته هېواد ته راستانه شول

د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند سنوکر ملي فدراسیون ملي لوبغاړي له یوه بریالي سفر وروسته هېواد ته له درېیم مقام سره راستانه شول.

 د سنوکر دغه نړيوالې سیالۍ په قطر هېواد کې ترسره شوې او له ۲۴ هېوادونو څخه پکې ۶۹ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې افغان ورزشکارانو په ټیمي برخه کې انګلستان، ایرلنډ او ماراتو ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام ترلاسه او د برنزو مډال یې خپل کړ.

 د یادونې وړ ده، چې افغانستان د یادو سیالیو په ټيمي برخه کې د درېیم مقام ترڅنګ د نړۍ په څلورو بهترینو لوبډلو کې ثبت شو.