د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت په UFC سازمان کې خپل برازیلي سیال متیوز مندونکا ته ماته ورکړه.
له دې وړاندې جاوید بشارت په UFC سازمان کې د ټروینجونز او ټونيګرولي په وړاندې لوبېدلی وو او له دواړو یې سیالي ګټلې وه.
جاوید بشارت درېیم افغان لوبغاړی دی چې په دې سازمان کې د لوبېدو چانس پیدا کوي.
دا لوبه چې د امریکا په لاس ویګاس ایالت کې ترسره شوه، افغان لوبغاړي بشارت پکې پر خپله بریا سره په ګډو رزمي لوبو (MMA) کې ۱۴مه بریا په خپل نوم کړه.
د افغان لوبغاړي برازیلی سیال د متیوز مندونکا په نوم پخپلو تېرو لسو لوبو کې یوه هم نه وه بایللې او یوولسمه یې د بشارت پر وړاندې وبایلله.
تر دې دمه بشارت په خپل لوبیز ډګر کې ۱۴ سیالۍ ترسره کړې او ټولې یې ګټلي دي.
په دې وروستیو کې د جاوید ورور فرید بشارت هم د UFC سازمان قرارداد ترلاسه کړی، چې ډېر ژر به په دې سازمان کې له خپل امریکايي سیال سره ولوبېږي.