د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کميسیون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ مسودې د طرحې، د خوندي یا محافظت شویو ساحو د لېږد طرحو او واحدې مرجع ته د هغو د عوایدو د لېږد او د ښکار په اړه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د حقوقي او مسلکي مسوولیتونو او صلاحیت د طرحو په څېر موضوعات د اطلاعاتو او فرهنګ او کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو او باصلاحیته استازو له لورې هر اړخیزه وارزول شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
په ذکر شویو موضوعاتو سربېره د ۱۴۰۲ هجري شمسي مالي کال د بودیجوي او غیربودیجوي واحدونو د تشیکلاتو ارزونې په موخه دوې بېلې فرعي کمېټې د وزارتونو او بودیجوي او غیرې بودیجوي ادارو د تشکیلاتو د ارزونې په موخه جوړې شوې.
یادو کمېټو ته دنده ورکړل شوه چې د تشکیلاتو د سقف، وظیفوي تداخل، غیر ضروري بستونو، د مسلکي، تخنیکي او حمایوي بستونو او دولتي ارګانونو مالي او انکشافي پلانونه وارزوي او د تصمیم نیونې په موخه دې د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون ته وړاندې کړي.

