ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سوداګریزو سیالیو تر ټولو د لنډې او چټکې بڼې کرېکټ (لس اوریزه) سیالۍ نن پیلېږي

تر ټولو د لنډې او چټکې بڼې کرېکټ لس اوریزه سوداګریزې سیالۍ نن سه شنبه ( د لېندۍ ۷مه ) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

دا لوبې به ۱۲ ورځې دوام وکړي او په پام کې ده، چې پایلوبه یې د روانې میاشتې پر ۱۸مه د دوه مخکښو لوبډلو تر منځ تر سره شي.

دا سیالۍ د تېر کال په بڼه تر سره کېږي، چې هره لوبډله به بل پړاو ته د لار موندلو لپاره لږ تر لږه اووه سیالۍ کوي.

په ټي ټېن لیګ کې د ۸ ګډون کوونکو لوبډلو ترمنځ ټولې ۳۲ سیالۍ کېږي او د هرې لوبې لپاره ۹۰ دقیقې وخت ټاکل شوی.

په دغو لوبو کې به د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي د لوبډلې اړتیا ته په کتو د پیسو په بدل کې اخیستل شوي دي.

د اتو لوبډلو تر منځ دا لوبې د ابو ظبۍ په شیخ ‌‌زاید لوبغالي کې پلان شوي دي.

د دې سیالیو د تېر کال په پای لوبه کې ډیکان ګلاډیېټرز لوبډلې نیویارک سټرایکس ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

د افغانستان ظاهر خان، وقار سلیمانخېل د تېر کال د اتلې ګلاډیټرز لوبډله کې لوبیږي.

نوین الحق، قیس احمد، فضل حق فاروقي، اظهار الحق نوید، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، حضرت الله ځاځی، ضیاالرحمان، رحمان الله ګربز، نور احمد او ځينې نور هغه افغان لوبغاړي دي، چې د سږ کال په لس اوریزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو استازولي کوي.

اووم پړاو سیالۍ نن ماښام د په ۲ لوبو  پیلیږي، چې لومړۍ لوبه ماښام ۶:۳۰ ۰ بجې د تېر کال اتلې لوبډلې ډیکان‌ګلاډيېټرز او نیویارک‌سټرایکرز ترمنځ او دویمه لوبه به د شپې ۹:۰۰ ۰ بجې د سېمپ‌ارمي او نارترن وایریرز تر منځ تر سره شي.