ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هوا یخوالي په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزات وایي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورو او یخنۍ له امله ۱۶ کسان مړه شوي او څه باندې درې زره څاروي له منځه تللي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې تراوسه یې په ۲۰ زره زیانمنو کورنیو خوراکي، غیرې خوراکي او نغدي مرستې وېشلې دي.

دغه راز دې وزارت زیاته کړې، چې احتمالي زیانو د رسېدو په موخه یې ۱۳ ولایتونو ته د اړتیا وړ توکي لېږدولي دي.

د هوا پیژندنې ملي ادارې د راپور له مخې؛ د سایبریا یخې هوا څپه چې هېواد ته د ننه شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې به دوام وکړي، چې د هېواد په ځینو برخو کې به منفي ۳۰ درجو ته ورسېږي.