د یاد ولایت مرکز لښکرګاه مرکزي جمنازیوم کې د فوټسال دريم پړاو سیالۍ د یو لړ مراسمو پر مهال پیل شوې.
دغه مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رییس رنګین خان دفتاڼي، د فوټسال کمېټې رییس، اطلاعاتو او کلتور رییس، د کرېکټ امر، ورزشکانو او د ورزش مينوالو برخه اخیستې وه.
فوټسال کمېټې رییس صدیق الله صدیقي ویلي؛ د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د زون ټورنمینټي سیالیو ته د ټېم ټاکل دي.
په وینا یې؛ يادي سیالۍ د فوټسال کمېټې له لوري د یو صنعتي شرکت په مالي ملاتړ ترسره کېږي، چي ۲۶ ورځي به دوام وکړي.
د فوټسال لوبغاړو د رسنیز ډګر سره سره په تعلیمي بهیر او بیلابېلو برخو کې د ځوانانو د تشویق او هڅوني په برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې او فعالیتونه د ستايني وړ بللي او غوښتنه یې کړې، چې د ځوانانو د تشویق په موخه دې ورته نور پرګرامونه هم برابر شي.