ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ژمي په موسم کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو راټولولو کمپاین پيل شو

کورنیو چارو وزارت د ژمي په موسم کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولولو د کمپاین د پیل خبر ورکوي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، چې په دې کمپاين کې به له ټول افغانستان څخه شاوخوا لس زره په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي، چې ډېرى يې له کابل او هرات ولايتونو څخه دي.

له بل لوري خلک د کورنيو چارو وزارت د دې پرېکړې هرکلى کوي او وايي، چې د عامه نظم د ګډوډولو ترڅنګ، په عامو لارو کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالي له امله ښايي نور ځوانان دې ناوړه عمل ته مخه کړي.

دوی په بشپړه توګه د روږدو کسانو د راټولولو غوښتنه کوي.

په نشه يي توکو يو شمېر روږدي کسان د کورنيو چارو وزارت د دې کړنې ستاينه کوي او له نورو په نشه يي توکو له نورو روږدو غواړي، چې له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنې له دې ناوړه کار څخه لاس واخلي.

د دې تر څنګ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق په بشپړ ډول منع اعلان شوی او له هغه چا سره به قانوني چلند وشي چې د یاد فرمان خلاف عمل وکړي.