ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت روغتیايي مرکز پرانیستل شو

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د څه باندې ۴ میلیون افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او پرانیستل شو.

په دې اړه جوړو شوو مراسم کې د بلخ ولایت عامې روغتیا مرستیال مولوي شیخ‌میر صدام ویلي؛ دغه روغتيايي مرکز د چهاربولک ولسوالۍ په آدینه مسجد کلي کې د نړیوال روغتیایي پروګرام (WHO) د ۴ میلیونه او ۴۱ زره افغانیو په مالي ملاتړ جوړ او پرانستل شو.

د بلخ ولايت مرستيال د دغه رياست د ژمنتيا په ټړاو د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ چې په دغه مرکز کې د داخله ناروغیو، نسايي او واکسين په برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

ځايي اوسېدونکي د یاد روغتیايي مرکز په پرانستلو خوښ دي او ویلي يي دي؛ چې پخوا د روغتیايي مرکز د نشتون له امله د کڼو ستونزو سره مخ وو، اوس د یاد مرکز په جوړیدو مو دغه ستونزې حل شوي دي.

یاد روغتیايي مرکز به دوه زره او ۵۰۰ کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.