ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رزمي ورزشونو افغان لوبغاړي په ايران کې د سياليو له دویم مقام ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول

د رزمي ورزشونو ۱۳ کسیزه افغان لوبډله په ایران کې د ۱۲ هېوادونو ترمنځ، د سیالیو د دویم مقام له ګټلو وروسته هېواد ته راستنه او د ورزش ادارې د مشرتابه له لوري وستایل شوه.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال، د ددې ریاست ورزشي سلاکار او د رزمي وزشونو د فدراسیون مشر، د سپورت ریاست فني او مسلکي رییس، د مشورتي بورډ غړو، د بېلابېلو برخو رییسانو او د یاد فدراسیون مشرتابه ګډون کړی و.

مولوي احمدالله وثيق ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې د رزمي ورزشونو لوبغاړي په ډکو لاسونو هېواد ته راستانه شول.

موږ په دې وروستیو کې د هېواد د نورو سپورټي څانګو د ‌ډیرو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې دا  د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د سپورټ د ودې او پراختیا په موخه او د دې شعار له مخې (ورزش د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو ته او له ولسوالیو څخه کلیو ته رسوو) د دې ریاست په چوکاټ کې څو نوي امریتونه هم تشکیل شوي دي. 

ښاغلي وثیق ویلي؛ دې لوبغاړو دغه ویاړونه په اسانۍ سره نه دي ترلاسه کړي، بلکې د استادانو، روزونکو او د فدراسیون د ټولو غړو او د ورزش ریاست په هلو ځلو ترلاسه شوي او د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي امارت مشرتابه هم په دې وياړونو کې ځان شريکوي او هر د دې ډول ویاړونو لپاره د هر ډول همکارۍ ژمنه کوي، ترڅو زموږ لوبغاړي په ملي او نړیوالو ډګرونو کې هېواد ته ښې لاسته راوړنې ولري او نړۍ ته وښيي، چې په افغانستان کې ورزش لا هم ژوندی دی.

يوه اوونۍ وړاندې په ايران کې د ١٢ هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې وې، چې زموږ د هېواد ورزشکارانو په بیلابېلو وزنونو کې د بېلابېلو هېوادونو ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او توانېدل، چې د سرو زرو د دوو مډالونو، د سپينو زرو د یوه مډال او شپږو کمربندونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړي.