ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: روغتیايي همکارې موسسې دې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په شتون کې د یونیسف له ساحوي مسول سنجی ویجسیکیرا او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ رییس کریس الیاس او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د یونیسف ساحوي مسول په افغانستان کې د یادې موسسې د فعالیتونو د پرمختګ او د مرستو د وېش په برخو کې د اسلامي امارت همکاري ستایلې.

نوموړي ویلي، یونیسف په بېلابېلو برخو کې او په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي.

د یونیسف ساحوي مسول زیاته کړې؛ افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه پکې پولیو (فلج) شتون لري، ولی موږ غواړو، چې نړۍ په بشپړ ډول له پولیو وژغورو.

نوموړي همدا راز د اسلامي امارت له رهبري غوښتي، چې په دې برخه کې له یونیسف سره هراړخیزه همکاري وکړي.

د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ رییس څرګنده کړې؛ موږ د پولیو د لمنځه وړلو لپاره مصمم یوو او د افغانستان اسلامي امارت څخه غواړو، چې په یاده برخه کې زموږ سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او دا کار د دې لامل کرځي ترڅو موږ پر دې پروګرام کار وکړو، موږ به پر خپلو ټولو امکاناتو او د نورو ټولو بین المللي سازمانونو په همکارۍ د دغې پروګرام په پلي کولو او د نړۍ په کچه د پولیو د لمنځه وړلو په برخه کې هیڅ راز هڅې دریغ نکړو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په افغانستان کې د یونیسف او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ کړنې او همکاري ستایلې.

مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له لورې په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین، د اداري فساد لمنځه وړلو، د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق مخنیوي، د روږدو راټولولو او د هغوی د درملنې، د سوالګرو راټولو او اړمنو کسانو ته د معاش ټاکلو ته په اشارې ویلي، اوس مهال میلیونونه کوچنیان په هېواد کې په ښوونه او روزنه بوخت دي.

ښاغلي حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د پولیو لمنځه وړلو برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او د یونیسف موسسې او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ څخه یې غوښتي، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې هم د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.