ورځ: سه شنبه
نېټه: ۲۱/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۴/۹/۱۴۰۲ ھ ش
نن هم هېواد ته له بېلابېلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو لهخوا یادو کډوالو ته رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.
بشپړ راپور یې د عبوري لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي:
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، ثبیت او استقبال کمېټه:
نن په تورخم کې ۱۹۹ کورنۍ ثبت ، راجسټر او بایومټریک شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له تورخم څخه ۵۱ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۲۲ تنه کیږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او ۱۰۵ زره افغانۍ کرایه ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې لهخـوا پینځه زره تنه کډوالو ته ډوډی او ۱۳۵ زره لیټره اوبه توزیع شوې دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
عمري کمپ او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو کډوالو سره ناستې شوي، د مراحلو طی کولو په اړه ورته معلومات او فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي او همدارنګه د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ د مهاجرت سلکونه پاڼې پر کډوالو ووېشل شوې.
د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې شپږ تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، شپږ تنه حافظان او ۱۷۱ تنه غریبکار او ۱۴۹ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۳۸ تنه کیږي.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه:
په سپین بولدک کې ۱۶۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۹۵ تنه کیږي، ثبت شوي دي او ۱۶۶ کورنۍ بېلابیلو مرستندویه سازمانونو ته د کومک په موخه معرفي شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
د سپين بولدک ولسوالۍ څخه ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۳۲ تنه کیږي کندهار، هرات او کابل ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په سپین بولدک او ښوراندام کمپونو کې دوه زره او ۳۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکړل شوه او ۸۴ زره لیټره اوبه ورسول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې او د هېلټ نېټ مؤسسې صحي ټیمونو لهخوا ۲۲۸ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۶۸۰ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۲۰ کسانو سکرینینګ شوی او د پینځه تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي
د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې پینځه تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، دوه تنه حافظان او ۱۹۰ تنه غریبکار او ۴۸ تنه حرفهيي او مسلکي کسان او نور ثبت کړل، چې ټول ۲۵۲ تنه کیږي، ثبت کړل.
پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې پینځه کورنۍ ثبت او راجسټر شوې دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
پینځه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۴۸ تنو ته رسیږي له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځه کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
ښرنه او انګور اډه کې د ۲۸ کسانو تداوي شوې او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۱۱۸ خوراکه ډوډۍ کډوالو ته ورکړل شوې ده او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري په وړيا توګه سیمکارټونه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
زابـــــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې ۱۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۳ تنه وو، ثبت او بایومټریک شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۱۲ کورنۍ د زنځیر له سیمې څخه د شملزو ولسوالۍ ته انتقال شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په زابل کې له ۱۲ راستنې شوې کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته شوې او پینځه کورنیو ته ۲۳ زره او ۵۰۰ کرایه هم ورکړل شوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
زابل کې د خدماتو او روغتیايي چارو د کمېټې له لوري ۳۴ کسانو ته ډوډۍ ورکړل شوه.
او د سرې میاشتې له لوري له اوو کورنیو سره ٢٣ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم پکې وې مرسته وشوه.
نیمــــــــروز (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې شوې چې د مسولينو له لوري ثبت شوې.
په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۹۳۹ تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۵۳ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپیژندل شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
نیمروز کې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسیدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته هم شوې.
د مالي چارو کمېټه:
د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له څلور کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو کورنیو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پوره معلومات ورکړل شوي دي.
هــــــــــــــرات
د ثبت، تثبیت او بایومټریک کمېټه:
په اسلام کلا بندر کې ۴۷ کورنۍ ثبت او بایومټریک شوې.
د مالي چارو کمېټه:
په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
کــــــــــــــــابل – مرکز:
د ترانسپورټ او انتقال کمېټه:
د سه شنبې په ورځ له کابل څخه ۶۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۳۰ تنه کیږي، کندوز، بلخ، تخار او خوست ولایتونو ته ولېږدول شوې، یادو کسانو ته ۲۴۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

