ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۸ بېلابېلې پروژې منظورې شوې

دریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره اوله اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.

د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۱۸ پروژو قراردادونه منظور او د ۵ پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو دغه قراردادونه په هر اړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

همدارنګه د ۵ نورو پروژو په اړه ملي تدارکاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه، څو یاد قراردادونه په هر اړخیز ډول و ارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، مالیې، ټولګټو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا څلور میلیارده افغانیو ته رسېږي.

په یادو منظور شوو پروژو کې د چک وردګ بند د پاتې چارو بشپړولو، له ارغندۍ تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لین غځولو پاتې چارو بشپړولو، د هرات او تور غونډۍ د نورالجهاد د ۲۲۰ کیلوولټ لین د انسولټرونو چمتو کولو، د زابل ولایت له شهر صفا ولسوالۍ تر مانجې پورې د غځېدلي سړک اساسي بیارغونه، د کابل – لوګر سړک د دوهم لین د پاتې چارو بشپړولو، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنيټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو په پلې کېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.