ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه پرانېستل شوه

د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې د پرانېستو په مراسمو کې د دې ولایت د احصايې اومعلوماتو ریيس مولوي قدرت الله شمشیر، د برګمټال ولسوال مولوي رفيع الله او د ولسوال مرستیال مولوي امیرخان (متقي)، قومي مشرانو او ځوانانو برخه اخېستي وه .

د برګمټال ولسوال مولوي رفیع الله په یاده ولسوالۍ کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې په پرانېستل کېدو خوښي څرکنده کړه او د ياد ولايت د احصايې اومعلوماتو له رییس او اړوندو مسولينو څخه يې مننه کړې او په یاده ولسوالۍ کې یې د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه کړې.

د نورستان ولایت د احصایې او معلوماتو رییس ویلي؛ دا وېش څانګه یې د خلکو د دوامداره غوښتنو په ترڅ کې د برګمټال ولسونو ته د اسانتیاوو په موخه رامنځته کړې ده.

ښاغلي شمشیر همدارنګه د اړوندو فعالیتونو پر پراختیا ټېنګار کړی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دې وېش څانګې په پرانېستل کېدو خوښ دي او ویلي يي دي، چې پخوا اړ وو ترڅو د الکترونیکي تذکرو د اخیستو لپاره مرکز پارون ته سفر وکړي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.