ګردیز کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې لخوا د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د مور او ماشوم هر اړخیزې روغتیا ساتنې په موخه یو مجهز روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه روغتیایي مرکز کې ټول کارکوونکي ښځینه دي، چې د مور او ماشوم هر اړخیزې روغتیا اړوند چارې ترسره کوي.
د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې مسول تاریا واتر دال ویلي؛ د معلوماتو په بنسټ څو کاله وړاندې موږ ته څرګنده شوه، چې دلته د زیږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه ډیره ده، اړتیا ته په کتو او د پکتیا ولسونو په غوښتنه مو د اسانتیاوو په موخه دغه روغتیایي مرکز جوړ کړ او په هڅه کې یو، چې ورته روغتیایي خدمات په نورو ولایتونو کې هم وړاندې کړو.
د پکتیا عامې روغتیا رییس مولوي خیر محمد منصور ویلي؛ د دغه روغتون په مټ به پکتیا کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه او هڅه کوو ورته روغتیایي خدمات په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې هم وړاندې کړو.
د ولایت مقام دفتر رئیس مولوي شمس الحق حقبین د نارویژن کمیټې کړنې وستایلې او مننه یې وکړه، چې دوی د پکتیا ولایت روغتیا برخه کې په لوړه کچه خدمات وړاندې کوي.
دغه روغتون د ټول هېواد په کچه یوازینی روغتیایي مرکز دی، چې ټولې کړنې یې د ښځینه کارکوونکو په مټ ترسره کیږي.