د کرېکټ نړیوالې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د راتلونکې پړاو د نولس کلنو ځوانانو د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کرېکټ سیالۍ به د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د جنورۍ پر ۱۹مه پيل او د فیبرورۍ تر ۱۱مې به دوام وکړي.
دا جام به څلور ګروپونه ولري؛ چې هند، بنګله دېش، ایرلنډ او امریکا په A ګروپ کې، انګلستان، سویلي افریقا، ویسټنډیز او سکاټلینډ په B ګروپ کې، استرالیا، سریلانکا، زیمبابوې او نمیبیا په C ګروپ کې او افغانستان، پاکستان، نیوزیلینډ او نیپال په D ګروپ کې د یو بل په وړاندې ولوبیږي.
د نړیوال جام په لومړۍ ورځ به دوه لوبې ترسره شي، چې په لومړۍ لوبه کې به ایرلینډ له متحده ایالاتو سره په بلومفونټین کې او سویلي افریقا به د ویسټ انډیز پر وړاندې په پوچیفسټروم ښار کې سره مخ شي.
د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالیو په اډانه کې به ټولې ۴۱ لوبې د سویلي افریقا په پینځو بېلابېلو ښارونو کې وشي.
د ICC په وینا؛ دغه نړیوال جام به په نوې بڼه په څلورو ګروپونو کې څلور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي.
له دې جملې به شپږ مخکښې لوبډلې منځلوبې ته لار پیداکړي.
د منځلوبې سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي، چې له دې ځایه به ۴ مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
له نیمه پایلوبې دوه بریالۍ لوبډلې پایلوبې ته ځي او دغه لوبډلې به د فېبرورۍ پر ۱۱مه نېټه د سویلي افریقا په وېلوموري ښار کې خپل بخت وازمايي.
د دې سیالیو په لومړي پړاو کې افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله ۳ لوبې لري، چې لومړۍ یې د جنورۍ پر ۲۰مه له پاکستان ، دویمه یې د همدې میاشتې پر ۲۳مه له نیوزیلاینډ او د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې له نیپال سره د یادې میاشتې پر ۲۶مه نېټه مخ کیږي.
ټاکل شوې وه، چې د ۱۹ کلنو لوبغاړو کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په سریلانکا کې وشي، خو د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د دې هېواد پر کرېکټبورډ د بندیز لګېدو وروسته سویلي افریقا ته ولېږدول شو.
احسان الله عادل