ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فوټبال؛ عدالت سنګزور لوبډلې د لوېدیځ زون فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

فراه ولایت کې د لودیځ زون په کچه د فوټبال اتلولۍ سیالۍ چې د افغانستان فوټبال فدارسیون له لوري د دې زون د ۵ ولایتونو (بادغیس، فراه، نیمروز، غور او هرات) د ۵ لوبډولو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، تېره ورځ د یوې جذابې سیالۍ وروسته د فراه ولایت د عدالت سنګزور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د افغانستان المپیک کمیټې او ورزش عمومي مشر ښاغلي مولوي احمدالله وثیق او ورسره مل پلاوی هم برخه اخیستې وه، چې ښاغلي وثیق په خپله وینا کې، اتلې لوبډلې ته د مبارکۍ ترڅنګ د داورانو له هڅو مننه وکړه او همدارنګه یې سپورټ او روغتيا د ټولنې د پرمختګ او ښه ژوند اصلي ضامن وبلل.
نوموړي زیاته کړه، چې سپورټ د هر چا لپاره اړين دی، ځکه په وینا يې؛ روغ بدن د دې جوګه ګرځي چې ښه عبادت ترسره او د خير په کارونو کې فعاله ونډه واخلو.
باید وویل شي، چې د دې سیالیو پایله کې د فراه ولایت عدالت سنګزور لوبډلې لومړې مقام خپل او د لودیځ زون په استازیتوب به د کابل د فوټبال اتلانو لیګ کې برخه واخلي.
همدارنګه د نیمروز ولایت ابومسلم لوبډلې دویم مقام او د هرات اتحادیه صرافان لوبډلې بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.