ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایټالیا له شارژدافیرې سره لیدنه کړې

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د ايټاليا هېواد د همکاريو او له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې شوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د روغتیا په برخه کې د ایټالیا هېواد د همکاریو په ځانګړې توګه د سره صلیب له لارې مننه کړې او د روغتیا په برخه کې یې د دغه هېواد د همکاریو پر غځېدو ټینګار کړی.

سرپرست وزیر د روغتیایي خدمتونو معیاري کول او پیاوړتیا له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلې او سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د تغذیې، د میندو او نویو زیږېدلو ماشومانو د روغتیايي خدمتونو پیاوړي کولو، د سرطاني ناروغیو په اړه د یو څیړنیز مرکز د جوړېدو او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د لومړنیو او اساسي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اوږد مهال لپاره د ایټالیا هېواد د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې.

د ايټاليا سفارت شارژدافيرې ناتالیا کوینتاویل ویلي، موږ له عامې روغتيا وزارت سره په ځانګړې توګه د راستانه شويو افغانانو په برخه کې همکاریو ته چمتو يو او په روغتیایي برخه کې زموږ همکاري دوام لري.