ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د انګلستان شارژدافیر لیدنه؛ د افغانستان روغتیايي سیستم په پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چیټرټن ډېکسن سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ولسونو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، معیاري والي او په روغتیايي برخه کې د انګلستان د هېواد د مرستو د مثبت اغېز په اړه خبرې شوي.

ډاکټر قلندر عباد ویلي؛ تېر وخت کې په روغتیايي برخه کې افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان وو، موږ د خپل روغتیايي سیستم د معیاري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څو اړخیز ملاتړ ته اړتیا لرو.

 دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا پیاوړتیا او دوام لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو پر ارزښت بحث او خبرې کړي او د اوږد مهاله بریالیتوب او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړی.