د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي مالیزیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې په کوالالمپور کې د اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه کړې.
د عامې روغتیا ښاغلي وزیر او ورسره مل پلاوي ته د سفارت د سرپرست نقیب الله احمدي د مالیزیا په اړه لنډ معلومات، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د سفارت کړنې شریکې کړي.
نوموړي همداراز په راتلونکي لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو باندې، چې د روغتیايي برخې وده او تحصیلي فرصتونو برابرول پکې لومړیتوبونه و، روښانه کړي.
ډاکټر قلندر عباد د په مالیزیا کې یې د خپلې سیاسي استازولۍ په شتون خوښي څرګنده کړې.
نوموړي ویلي؛ چې د یاد سفر په ترڅ کې به د مالیزیا هېواد له لوړ پوړو چارواکو او نړیوالو روغتیايي ادارو سره لیدنې تر سره کړي.
همداراز به یې په روغتیایي برخه کې د مالیزیا له تجربو څخه ګټه واخیستل شي، تر څو په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د نړیوالو همکاري، د ساري ناروغيو په وړاندې مبارزه او د هېواد روغتیايي خدمتونه معیاري شي.