ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوړاو درملو ملي ادارې سرپرست د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې له رییس سره لیدنه کړې

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر د نړیوالو موسسو سره د خپلو ناستو په لړ کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې ( Save the children ) له رییس ښاغلي ارشد ملک سره لیدنه کړې.

د یادې موسسې رییس د هېواد په مختلفو برخو کې د خپلو کړنو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي يي دي؛ چې یاده موسسه د ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې ډېر فعالیت لري.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د تېر په څير د داخلي تولیداتو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ ټولې موسسې، کومې چې د روغتیايي چارو په برخه کې فعالیت لري او له هېواد څخه بهر درمل را واردوي باید په لومړي قدم کې د درملو داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ د درملو داخلي مارکیټونه ظرفیت هم په نظر کې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کومو نړیوالو سازمانونو او موسسې کارونه، چې دې ادارې پورې تړاو لري د اصولو او قوانینو له مخې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

 د یادې موسسې رییس د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند د ټولو اصولو او قوانینو د رعایتولو ژمنه کړې.