ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ: د لومړي ځل لپاره به د هند په ۲۰۲۴ غوره لیک سیالیو کې اته افغان لوبغاړي ولوبیږي

د ۲۰۲۴ کال د هند کرېکټ غوره لیګ (IPL) په داوطلبۍ کې د بېلابېلو لوبډلو له لوري درې افغان لوبغاړي (محمد نبي، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی) واخیستل شول.

د ۲۰۲۴ کال د هند غوره لیګ د کلنۍ داوطلبۍ مراسمو ته د افغانستان د ۱۰ لوبغاړو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو څخه ۳۳۳ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه.

مجیب الرحمن ۲۰۰ میلیون، عظمت الله عمرزی، محمد وقار سلام خېل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، قیس احمد، فرید احمد او اظهار الحق نوید په ۵۰۰ زره هندي کلدارو سره په لومړني قیمتونو داوطلبۍ ته وړاندې شوي وو.

د یادو افغان لوبغاړو څخه د افغانستان ورو توپ اچوونکی الرونډر محمد نبي د ممبی انډينز لوبډلې په ۱۵ ميليونه هندۍ رپيو (۱۸۰ زره ډالره) وپېره.

د ګجرات ټایټنز لوبډلې د دوه افغان لوبغاړو (راشد خان او نور احمد لکڼوال) په درلودلو ځوان لوبغاړی الرونډر عظمت الله عمرزی، چې په تېر کرېکټ نړيوال جام کې ښه وځلېد په پینځه ميليونه هندي روپيو (۶۰ زره ډالر) اخيستی.

او همداراز د افغانستان ورو توپ اچوونکی مجيب ځدراڼ چې تېر کال کومې لوبډلې نه و اخيستې د سږني ای پي اېل لپاره کلکتې ناېټ رايډرز لوبډلې په ۲۰ ميليونه هندي روپیو، چې شاوخوا ۲۴۰ زره امريکايی ډالر کېږي واخيست.

له دې وړاندې ګوجرات لوبډلې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال، سنرايزر حيدراباد فضل الحق فاروقي، لکهنو سوپر جاينټز نوين الحق او کلکتې لوبډلې رحمان الله ګربز له ځان سره ساتلي دي.

د هند غوره لیګ کې د درې نورو افغان لوبغاړو په زیاتېدو سره به اته افغان لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، محمد نبي، مجیب الرحمن، نوین الحق او عظمت عمرزی ولوبېږي.

دا به لومړی ځل وي چې د هند په دغه لیګ کې په یو سیزن کې دومره افغان لوبغاړي لوبېږي.

د اسټرالیا تېز توپ اچوونکی مېچل سټارک د هند غوره لیګ په تاریخ کې تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.

نوموړی د کلکتې لوبډلې په ۲۴.۷۵ ميليونه هندۍ روپيو (شاوخوا ۳ میليونه ډالرو) واخيست.

سټارک تر ټولو ګرانبيه لوبغاړی شو او د اسټراليا د لوبډلمشر پټ کمېنز ريکارډ يې چې په ۰.۵ ۲ ميليونه هندي روپيو (۲.۵ ميليونه ډالرو) د سنرايزر حيدر اباد لوبډلې اخيستی و مات کړ.

تر دې وړاندې په ای پي ایل کې د ترټولو قیمتي لوبغاړي ریکارډ د انګلنډ د الراونډر سام کرن سره وو چې تیر کال د پنجام کینګز لوبډلې په ۲.۲۳ میلیون ډالرو اخیستی و.

د هند غوره ليګ د ۲۰۲۴ سيالۍ د مارچ پر ۲۳ پيلېږي چې د مې تر ۲۹ نېټې به دوام وکړي.

احسان الله عادل