ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامی روغتیا سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د مالیزیا د Management and science University او management and  science Medical centerڅخه لیدنه کړې

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، چې د مالیزیا لپاره د افغانستان شارژدافیرنقیب الله احمدي او ورسره مل پلاوي يې ملتیا کوله د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو او پرمختللې طبي ټکنالوژۍ څخه لیدنه کړې.

سرپرست وزیر همداراز د یاد پوهنتون مسولین هڅولي؛ ترڅو د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، طبي شورا، طبي څېړنو په برخه کې همکاري او د درملو د کیفیت د چېک کولو او د بایو میډيکل انجېنیرانو د روزنې په برخه کې له افغانستان سره د یوې هوکړې له مخې، چې د قانوني ډيپلوماټيکو لارو ترسره شي همکاري وکړي.

د یاد پوهنتون او روغتون مشرتابه د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي څخه مننه او قدرداني کړی او ویلي يي دي، چې ډېر ژر به یو پروپوزل چمتو کړي او د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره به چمتوالی ونیسي.

د یاد پوهنتون او روغتون مسولینو همداراز د افغانستان څخه د لیدنې لپاره به هم یو پلاوي ولېږي؛ تر څو د افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو سره له نږدې همکاري وکړي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي مالیزیا هېواد ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د روږدو د درملنې، ایډز د مخنیوي او درملنې اړوند په بېلا بېلو ناستو کې ګډون ترسره کړی.

 همداراز د بېلابېلو دولتي او خصوصي د روږدو د درملنې او د ایډز ناروغانو کې د خطر د کمونې لارو چارو او د درملنې اړوند پالیسیو باندې هر اړخیز بحث او خبرې ترسره کړې دي.