ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ: د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر اسدالله خان ویلي؛ دوی په پام کې لري چې د یاد هېواد پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لپاره یو غوره لوبډله ځانګړې کړي، ترڅو ورسره لوبغاړي د راتلونکو ټولو لوبو لپاره غوره چمتو او تیار و اوسي.

نوموړی زیاته کړې؛ دا چې یادې سیالۍ د تیاري او چمتووالي په موخه ترسره کېږي، نو هیله ده چې لوبغاړي ترې ښه ګټه پورته کړي او دغه راز د دوی ډېر ټینګار او تمرکز پر ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو دی، چې یوه بهترینه لوبډله به ورته په ډاګه کړي.

د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په موخه ۱۷ کسیز نوملړ مشخص شوی چې پکې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، اکرام علي خېل او اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکي) ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، دروېش رسولي، بهیر شاه محبوب، ګلبدین نایب، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، عبدالرحمن رحماني، فرید احمد ملک، یمین احمدزی، بلال سمیع او ضیاالرحمن اکبر غوره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو لپاره ځانګړې شوې لوبډله به نن د متحده عربي اماراتو په لوري وخوځيږي، ترڅو د یاد هېواد پر وړاندې لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۵مه او دویمه هغه د همدې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره کړي.