د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت والیبال فدراسيون په همغږۍ د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي سیمې د ځايي ځوانانو له لوري د ۲۵ ټېمونو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د نجیب حقیار او ستار ټېمونو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د دې تورنمنټ تنظیمونکي محمد بهیر ویلي؛ چې په دې لوبو کې د هېواد د والیبال د ملي ټیم یو شمیر لوبغاړو هم برخه اخیستې وه، چې دغه لوبغاړي د ټيمونو له لوري په سوداګریزه بڼه پیرل شوي وو او په دې سیالیو کې ولوبیدل.
نوموړي زیاته کړې؛ د دغه ټورنمنټ ګټونکو لوبغاړو ته ۱۰۰۰ امريکا یی ډالر جايزه دکيله ګي خلکو لخوا ورکړل شوه او د سپورت امريت لخوا کپونه او ميډالونه د تشويق په موخه ورکړل شوي.
ښاغلي بهیر ویلي؛ د دې سیالیو پایلوبه د نجیب حقیار او ستار ټيمونو ترمنځ ترسره شوه چې د ۱- ۱ مېدانونو په ګټولو سره دواړه لوبډلې د وخت د کمښت په اساس سره مساوي او د دې سیالیو اتلې اعلان شوې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورت امر قاري محمد امیر امیري ویلي؛ دا سیالۍ د لیندۍ میاشتې په ۱۴ مه نېټه پیل شوې وې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په پایلوبه کې د ستار او نجیب حقیار ټیمونه وتوانیدل، چې د دې سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې په دې تورنمنټ کې ۲۵ لوبډلو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د والیبال د ملي ټیم لوبغاړي ویلي؛ دغه ډول لوبې په ټوله کې د والیبال د پراختیا او د لوبغاړو د هڅونې لپاره ډېرې زیاتې ګټورې تمامیږي او هیله یې څرګنده کړې، چې د سپورت امریت به په دې ولایت کې نور دغه ډول تورنمنټونه هم ترسره کړي.