ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد: هڅه کوو، چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د نورستان ولایت له مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو.

له نورستان ولایت څخه راغلو مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې او د ناروغانو د درملنې په موخه یې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر ډاډ ورکړی، چې عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، تر څو د هېواد ټولو نیږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.