ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ هند د افغانستان پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د هند کرېکټ‌بورډ د افغانستان سره د درېیو شل اوریزه سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د شل اوریزو سیالیو په دې لوبډله کې د کرېکټ نړۍ دوه مشهور لوبغاړي ویرات‌کوهلي او روهیت‌شرما هم ځای پر ځای شوي دي.

په اعلان شوې لوبډله کې د هندوستان د شل‌اوریزو سیالیو لوبډلمشر هارډیک‌پانډیا او بریدګر توپ‌وهونکی سوریا کومار د ټپونو له امله نه دي اخیستل شوي.

د پانډیا په نشتون کې به روهیت شرما د هند کرېکټ لوبډلې لوبډلمشر وي.

افغان کرېکټ بورډ بیا دوې ورځې وړاندې د هندوستان پر وړاندې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړې وه.

افغان ملي لوبډله به له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر ۱۱مه (راتلونکې پنجشنبې په ورځ) پیل کړي.

د مهالوېش سره سم به دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴مه او درېیمه او وروستۍ بیا د همدې میاشتې پر ۱۷مه په یاد هېواد کې ترسره کړي.