ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شي، چې په ترڅ کې به یې افغان ځوانان د همدې میاشتې په ۲۰مه نېټه د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان لوبډلې لوبډلمشر نصیر خان چې په اسیا جام سیالیو کې یې د افغان لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه درلوده، خو د ټپونو له امله یې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون نه درلود، د نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

تمه ده چې د نړیوال جام سیالیو تر پیلېدو پورې به د نوموړي ټپونه ورغېږي او یو ځل بیا به د لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

د نوموړي ترڅنګ نعمان شاه د افغان لوبډلې مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

ښي لاسی توپوهونکی علي احمد ناصر چې په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې په احتیاطي لوبغاړو کې شامل و، بیا ځلې په ۱۵-کسیزه  لوبډله کې ټاکل شوی دی.

دغه راز ښي لاسی پیلیز توپوهونکی حسن عیسی خېل، ښي لاسی لیګ بریک توپ اچوونکی عرب ګل مومند او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی زاهد افغان چې د سویلي افریقا په کوربه توب په درې اړخیزه لوبلړۍ کې یې له ځانه ښه وړتیا وښوده، د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان د افغان لوبډلې تېرې سیالۍ او بشپړ تمرینات اغېزمن بولي او هیله من دی، چې افغان ځوانان به په یادو سیالیو کې ښې لوبې کوي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.

نوموړي ویلي؛ افغان لوبډلې په تېره یوه میاشت کې دوه سترو لوبلړیو کې برخه واخیسته او دغه راز په تېرو شپږو میاشتو کې له خورا سختو تمریناتو تېر شوي ترڅو نړیوال جام سیالیو ته په بشپړه توګه تیار شي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ افغان ځوانانو ته په دغو سیالیو کې د بریا غوښتنه کوو او هیله من یو، چې لوبډله به د تېر نړیوال جام په څېر دا ځل هم ښه ځلېږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.

د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ:

نصیر خان لوبډلمشر، نعمان شاه ویکټ ساتونکی او مرستیال لوبډلمشر، حسن عیسی خېل، خالد تڼیوال، جمشېد ځدراڼ، وفي الله تره خېل، علي احمد ناصر، سهیل خان زرمتی، رحیم الله زرمتی، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، فریدون داودزی، بشیر احمد افغان، خلیل احمد او زاهد افغان.

دغه راز واحد الله ځدراڼ، ناصر حسن او عثمان شینواری د درې احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډله کې ټاکل شوي دي.

افغان لوبډله د نوولس کلنو نړیوال جام سیالیو په څلورم ګروپ کې له پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلو سره ځای لري او په یادو سیالیو کې به خپل سفر د جنوري میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان پر وړاندې په لوبه پیل کړي.

افغان لوبډله به دغه راز د جنوري میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټه د انګلستان او سویلي افریقا پر وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي ترڅو د نړیوال جام رسمي سیالیو ته په بشپړه توګه چمتو شي.