د چین د دولتي ادارې (CIDCA) د نړیوالو همکاریو د څانګې مرستیال لې مینګ په چین کې د اسلامي امارت له لوی سفیر مولوي اسد الله (بلال کریمي) سره لیدنه کړې.
لې مینګ د اسلامي امارت سفیر ته په چین کې د رسمي سفیر په توګه د کار پیلولو له امله مبارکي ویلې او دا یې د چین او افغانستان تر منځ د ښو روابطو په لړ کې نوی فصل یاد کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ سربیره پردې چې په نظر کې لري له راستانه شویو افغان کډوالو سره مرسته وکړي، غواړي د امارت او ځینې نورو ادارو سره په همغږۍ، د یوې لار نقشې په جوړولو سره په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په موخه خپلې مرستې وکړي.
په چین کې د اسلامي امارت له لوی سفیر په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ م کلونو کې د چین لخوا د یادې ادارې په چوکاټ کې په افغانستان کې د طبیعي پیښو له امله له زیانمنو سره او همداراز د یو لړ نورو مرستو له امله مننه کړې.
نوموړي همداراز د یادې ادارې له لوري له کډوالو سره د نورو مرستو اراده مثبت ګام بللی.
ښاغلی کریمي د یادې ادارې لخوا په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په موخه د همکاریو په اړه ویلي؛ د پولیو په برخه کې د (CIDCA) ادارې مرستندویه هڅې د ستایلو دي او سفارت به په دې برخه کې د امارت له اړوندو ادارو سره لازمه همغږي وکړي.
مولوي اسد الله په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د وضعیت په اړه ویلي؛ خوشبختانه د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته پولیو په افغانستان کې تر ډیره حده کنټرول شوې ده، البته د پوره کنټرول لپاره یې په مجموع کې د روغتیا برخې ته اړینه پاملرنه په کار ده.
په پای کې دواړو خواوو د اړیکو په دوام ټینګار کړی.