ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سرو زرو، اوسپنې، ډبرو سکرو او کرومایټ د لویو کانونو پروژې لاسلیک شوې

د بغلان د سرو زور، د پروان د کرومایټ، د هرات د ډبرو سکرو او اوسپنې لویو کانونو تړونونه د ۱۰ میلیارده، ۱۵۰ میلیونه، ۹۱۰ زره او ۸۲۵ افعانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شول.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د لویو کانونو څلورو پروژو د قراردادونو ورکړې په مراسمو کې د دغو پروژو د معلومات تر څنګ ویلي: “بغلان، پروان او هرات ولایتونو کې د سرو زرو، اوسپنې او کرومایټ کانونه به په مجموعي ډول څه باندې لس میلیارده افغانۍ پانګونه او په لسګونه زره نفرو ته به په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمنیه برابره شي.

دغه‌راز د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس پنجشیر ولایت کې ۱۷۰۰ کانونه تثبیت او د ۴۵۰ کانونو ته د کان کېندنې جوازونه ورکړل شوي، چې کان کېندونکي یې زمرود په پنجشیر ولایت کې د داوطلبۍ له لارې پلوري.

په دې کې ۱۰ سلنه سهم د امارات او ۹۰ سلنه یې د اړوند کان کېندونکي دی او همدا راز د پنجشیر ۱۰ زره خلک پکې په کار بوخت دي. “

شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د امو دریا حوزې د نفتو د استخراج په اړه ویلي، چې ۱۸ څاه ګانې فعاله دي او په ورځني ډول د ۱۱۰۰ ټنه په اندازې سره نفت استخراج کېږي.

ښاغلي دلاور همدارنګه د څلورو نورو لویو قراردادونو په اړه، چې د اعلان په مرحله کې دي معلومات ورکړل او ویلي یې دي، چې په دغو پروژو کې د پنجشیر ولایت د اوسپنې کان، په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید فابریکه، په غور ولایت کې د تولک ډبرو سکرو او په کندز ولایت کې د سرو زرو کانونه شامل دي او پانګوال خپل غوښتینلیکونه ورکولای شي.

په دې مراسمو کې د قراردادي شرکتونو مسولینو ویلي، چې موږ د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه د پانګوالو مناسب چاپېریال د برابرولو او د دغه وزارت له همکاریو څخه مننه کوو.

د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د قره ذغن سرو زرو د پروژې تړون د ۱۲۴ میلیونه، ۹۷۹ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت ۵۵ سلنه رویالټي له دوو شرکتونو سره لاسلیک شو.

د پروان ولایت د کوه صافي د کرومایټ تړون د ۱۸۰ میلیون او ۲۰۶ زره افغانیو په ارزښت في ټن ۱۱ زره ۳۰۰ افغانیو په ارزښت له شرکتونو سره سره لاسلیک شو.

د هرات ولایت د پشتون زرغون اوسپنې تړون د ۱۴۰ میلیونه، ۱۵۰ زره او ۴۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د اسلامي امارت ۲۰ سلنه رویالیټي سره له یوه شرکت سره لاسلیک شو.

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات د ډبرو سکرو ټړون د ۱۵۱ میلیونه، ۷۲۸ زره او ۱۹۵ افغانیو په ارزښت في ټن د ۲۲۰۰ رویالیټي سره له یوه شرکت سره لاسلیک شو.