ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد: نړیوال دې د ساري ناروغیو پر وړاندې همغږي شي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د نړیوال روغتیا امنیت د غونډې ګډونوالو ته وینا کړې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د ساري ناروغیو پر وړاندې د نړیوالو همغږي اړینه بللې او ویې ویلي يي دي؛ د روغتیايي متخصصینو او پرېکړه کوونکو په توګه موږ ځینې وختونه فکر کوو، چې ساري ناروغۍ تر کنټرول لاندې دي؛ مګر بیا هم موږ په ټوله نړۍ کې د دې ناروغیود ناڅاپي خپرېدو شاهد یو، چې په چټکۍ سره خپرېږي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ ساري ناروغۍ یوه نړیواله ننګونه ده، ځکه چې کولای شي په چټکۍ سره په  ټوله نړۍ کې خپره شي.

د دې ناروغیو د څارنې او مخنیوي لپاره زموږ اوسني سیسټمونه او میتودونه تل د دوی په کنټرول کې اغېزمن نه دي لکه؛ HIV / AIDS  چې په ټوله نړۍ کې د خپرېدو لپاره کلونه وخت نيسي.

په داسې حال کې چې COVID-19 په میاشتو کې په چټکۍ سره خپریږي، حتی په هغو هېوادونو کې چې پرمختللي روغتیایي سیسټمونه لري، زموږ په روغتیایي سیسټمونو او محدودو سرچینو کې نیمګړتیاوې د ناروغۍ د خپرېدو د نه وړاندوینې لامل کیږي.

د سرپرست وزیر په وینا؛ د کرونا نارغۍ څخه مونږ دا زده کړل، چې هېڅ ناروغي په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې نه ده، حتی پرمختللي روغتیایی سیسټمونه هم نه شي کولای، چی دا کنټرول کړي او ساري ناروغۍ د COVID-19 په ګډون په نړیواله کچه جدي اندېښنې رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د هغه هېوادونو لپاره چې د ودې پر حال کې دي او محدودې سرچینې لري يو ستر مشکل بلل کیږی.

ښاغلي عباد د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه ویلي؛ موږ د خپلو هڅو څخه د پام وړ داسې پایلې ترلاسه کړي دي، چې د دې ناروغیو د کنټرول لپاره د ناروغیو نړیواله څارنه غوره کول، روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي زياتول، عامه پوهاوی زیاتول، کافي سرچینې تخصیص کول، پوهه شریکول او د سیمه اییزې همغږۍ پلیټ فارمونه رامنځته کول د ساري ناروغیو اغېزمن کنټرول لپاره غوره لارې دي.