د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ۱۰۰ بستریز روغتون څانګه نسایي ولادي بخش د مستشفٰی عمر په نوم روغتون د بنیادي او اساسي بیارغونې وروسته د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ ڪې رسمًا پرانیستل شو.
یاد روغتون کې د داخله ناروغانو څانګه، نسائي ولادي څانګه، د ماشومانو څانګه، مجهز لابراتوار، تلویزوني معایناتو او درملتون څانګې فعاله او خدمتونه وړاندې کوي.
یادو مراسمو ڪې د د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان او درستیزوال او د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندان ډاڪټر محمد طاهر احرار او ګڼو نورو نظامي او ملڪي مسولینو او منسوبینو ګډون درلود.
یادو مراسمو ڪې مسولینو د روغتیايي چارو دمنظم کېدو او د دغه خدمتونو لا زیاتېدو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي، چې هڅه کوو چې ترڅو د روغتیا په برخه ڪې په ځان بسیا شو.
یادولو وړه ده، چې څو میاشتي وړاندې د مستشفٰی عمر په نوم روغتون د کندهار ۲۰۵ البدر ق اردو ۱۰۰ بستریز روغتون اړوند پرانیست او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.