ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د روانې جنوري میاشتې په اتلسمه نېټه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي.

په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه لري، چې د ۱۸ ورځو لپاره به په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

یادې ۳۷ لوبډلې په شپږو بېلابېلو ګروپونو وېشل شوې دي، چې د ۲۱ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ۹۳ سیالۍ ترسره شي.

دغه راز په لومړيو پینځو ګروپونو کې شپږ-شپږ او په وروستي ګروپ کې اووه لوبډلې ځای پرځای شوې دي.

په لومړي ګروپ کې کندوز، میدان وردک، خوست ب، بامیان، غزني او نورستان؛ په دویم ګروپ کې کندهار ب، پروان، کابل ب، هلمند، نیمروز او روزګان ولایتي لوبډلې؛ په دریم ګروپ کې ننګرهار ب، بدخشان، پکتیا، پنجشیر، خوست ج او سرپل لوبډلې؛ په څلورم ګروپ کې کونړ، بغلان، کندوز ب، کاپیسا، کابل ج او فاریاب لوبډلې؛ په پنځم ګروپ کې کندهار، سمنګان، فراه، پکتیکا، ننګرهار ب او هرات ولایتي لوبډلې او خوست، بلخ، دایکندي، کابل د، جوزجان، زابل او تخار هغه اوه لوبډلې دي، چې په وروستي شپږم ګروپ کې ځای لري. 

ټولې ګډون کوونکې لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې یو ځل له یو بل سره مخ شي، چې بیا به د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو ته لاره ومومي، چې د دویمه درجه ولایتي سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان ځدران په دې اړه ویلي؛ دا سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هېواد کې د کرېکټ لوبې د ودې په موخه هرکال ترسره کیږي.

نوموړي دغه راز خوښي ښودلې، چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو ترمنځ لوبو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت ورکړل شوی دی.

ښاغلي ځدران ویلي؛ موږ ژمن یو چې کرېکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له پلان سره سم دا د روان کال لومړۍ سیالۍ دي، چې ورپسې به په همدې فبروري میاشت کې ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.