ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: هڅه کوو، تر څو هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو

د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه شوې.

یاده غونډه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د رییسانو، د پولیو ادارې استازو، د نړیوال روغتیايي سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې ترسره شوې.

ډاکټر قلندر عباد پولیو ناروغي د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړی او ویلي يي دي؛ د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړیوال سازمان، بېلګیټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د اسلامې امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې اته مثبتې پېښې لرلې، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

سرپرست وزیر ژمنه کړې، چې د هېواد ګوډ ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ د هېواد ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته کوو؛ تر څو هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو او د دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

ښاغلي عباد ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له مینځه تلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړی او ویلي يي دي، د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.