ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلخ کې د وزلوبې په یوې سیالۍ کې شاوخوا ۳۰ زره مینه‌والو ګډون کړی و

د بلخ په کوربتوب د نهه ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالي پیل شوې.

د تیره ورځ ماپښین د شمال زون په سطحه د بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو څخه له ۲۰۰ زیاتو د وزلوبې لوبغاړو ترمنځ یوه لویه سیالي پیل شوې.

په دې لوبه کې د بلخ ولایت ځایي مسولینو، د شمال زون د وزلوبې فدراسیونو مسولینو، د وزلوبې اسونو مسولینو او شاه وخوا ۳۰ زرو مینوالو ګډون کړی وو.

د بلخ ولایت د سپورټ او بدني روزني رییس مولوي نورعلم بدر ویلي؛ یادې لوبې شمال زون کې د ښې سولیزي فضا په شتون کې ترسره کیږي.

یادې سیالۍ کې د بلخ ولایت عبدالصمد پهلوان د یوې نمرې په ترلاسه کولو سره د ۲۰ زره افغانیو، د بغلان له ولایت څخه دادالله پهلوان د یوې نمرې په ترلاسه کولو سره د ۳۰ زره افغانیو کټونکي اعلان شوي او د لوبي په پای کي ۳۰۰ زره افغانۍ، یو زر او ۱۰۰ ډالر، یو اوښ او یوه غالۍ د جایزې په توګه اعلان کړل شوي وو، خو د لوبي په زره پورې والي او د وخت د کموالي په موخه لوبه پای ته ورسېده او هیڅ لوبغاړی کټونکی اعلان نشو.

ټاکل شوې د دې سیالیو په دوام نن شنبه د سهار له ۹ بجو څخه تر ماښامه پوري دوام وکړي، چي د لومړي میدان ګټونکي ته په جایزه کې یو اوښ د نغدي پیسو سره او وروستۍ جایزه یې موټر دی.

همدارنګه د بلخ ولایت د سپورټ او بدني روزني ریاست مسولینو ویلي، په راتلونکو ورځو کې هم پلان لري دا ډول سترې او په زړه پورې سیالۍ ترسره کړي.