ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر قلندر عباد: هڅه کوو، چې د یوې اغېزمنې کړنلارې له مخې په روغتیايي سکټور کې زده کړیز سیستم پیاوړی کړو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د تازه فارغ شوو متخصصینو سره لیدنه کړې.

لیدنه کې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د دوی د جذب، د اکمال تخصص پروګرام د پیاوړتیا، د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د یادو متخصصینو د ستونزو د حل اړوند خبرې شوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه بللي او ویلي يي دي؛ موږ په هڅه کې یو، تر څو د یوې اغېزمنې کړنلارې له مخې په روغتیايي سکټور کې زده کړیز سیستم پیاوړی کړو.

همداراز یادو متخصصینو د ازموینې اړوند خپلې ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي، چې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه له لوري د حل ډاډ ورکړل شوی.