ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان او ایراني قضايي چارواکو لیدنه؛ له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو پر لېږد او دې هېواد کې له افغانانو سره په ښه چلند خبرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي مرستیال شیخ محمدقاسم راسخ او د نظامي محاکمو مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه په نړیوالو چارو کې د ایران د قضائیه قوې د مرستیال او د قضائیه قوې د عالي شورا د غړي کاظم غریب آبادي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه کړې.

شیخ محمدقاسم راسخ ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو اسلامي هېوادونو سره د ښو او د متقابل احترام پر اساس ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي ایراني پلاوي ته د افغانستان اسلامي امارت د محاکمو د عمومي تشکیل او پر محاکمو کې د مراجعینو دوسیو ته د رسېدو بهیر په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده، د افغانستان اسلامي امارت محکمې په بشپړ ډول خپلواک او د حنفي فقهې په اساس د مراجعینو دوسیو ته رسېدنه کوي.

همداراز په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو په لیږدولو، په ایران کې له افغانانو په ځانګړې توګه افغان زندانیانو سره د ایراني چارواکو پر ښه چلند او نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوي.

کاظم غریب آبادي د افغانستان اسلامي امارت د قضائیه قوې له مرستیالانو مننه کړې، چې دوی ته یې د لیدنې لپاره وخت ورکړی او ویلي يي دي؛ ایران او افغانستان اسلامي او ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې هېواد یې په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.