ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد حنفي: موږ د ولس ریښتنی خدمت په عمل کې ثابتوو

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د ملي تجارانو د اتحادیې له مرستیال او غړو سره لیدنه کړې.

د یادې اتحادیې غړو د ملي تجارانو د لاښه امنیت د ټینګښت او هغو کسانو ته چې ملي تجارانو ته ګواښ او خطر پېښوي د سزا ورکولو غوښتنه کړې، چې په وینا یې تر څو ملي تجاران د امن او ډاډ په فضا کې خپل کارونه په ښه توګه پر مخ یوسي او هېواد والو ته ښه خدمت وړاندې کړي.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ ټول امارتي مسولین شرعي مکلفیت لري، چې د الله جل جلاله  قانون پلي او د ولس خدمت وکړي، مجرم ته  سزا ورکړل شي او هېواد ته خدمت کونکي باید وستایل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ ستاسو د ستونزو اورېدلو لپاره به یو باصلاحیته استازی وټاکل شي، تر څو پورې په دې برخه کې ستاسو ستونزو ته رسېدنه وشي او د حل په موخه تر مسولو چارواکو ورسول شي.

شیخ محمد خالد حنفي ویلي؛ تاسو د جهاد په دوران کې د اسلامي امارت سره هر ډول کړاوونه ګاللي؛ موږ به حتما ستاسو ترڅنګ ولاړ یو او په ریښتیني ډول به مو خدمت کوو.