ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه مو لومړیتوب دی

د عامې روغتیا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د جمهوریت روغتون د بیارغونې، د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې، د کرونا او د پولیو ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې شوي.

 د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چېن هېواد ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه یې کړې.

ډاکټر قلندر عباد همداراز د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ته په اشارې ویلي؛ د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او موږ په افغانستان کې ډېره زیاته بشري قوه لرو، چې اړتیا ده د ظرفیت لوړونې لپاره یې کار وشي.

 د افغانستان لپاره د چین هېواد سفیر ژاو شېنګ هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او په روغتیايي برخه کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی.